نن یکشنبه د خوست څخه محلي سرچېنو څراغ تلویزیون ته خبر ورکړی چي د خوست ولایت د موټخېل نوي کلي کي د نور احمد په نوم یو تنکي ځوان د کورنۍ د اقتصادي او اجتماعي ستونزو له امله ځان وژلی دی .
د ځوانانو د ځان وژني دا څپې د افغانستان تر ټولو ولایتونو رسېدلي دي ، خو د ځان وژنو وروسته د ط.البانو لخوا پر کورنیو فشار راوړل کیږي چي د ځان وژني علت اقتصادي ستونزي نه بلکه کورنی تاوتریخوالۍ وښیې .
باید وویل سي چي د تیرو دوو ورځو څخه په خوست ولایت کي دا دریم ځوان دی چي ځان وژنه کوي ، خو ط.البان نه یواځي چي ددې ځان وژنو د مخنيوي کوښښ نکوي ، بلکه د ځان وژنو وروسته هلي ځلي کوي چي دا موضوع له رسنیو لري وساتي.