د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کښي د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد واکسین ټیم دوه غړي د نامعلومه کسانو له خوا تښتول سوي دي.
ځايي پولیسو دا پېښه تائید کړې او پلټنو د پيل کېدو خبر ئې ورکړی دئ.
دا پېښه په داسي حال کښي رامنځ ته سوې، چي د پاکستان دولت د پوليو د واکسين د کمپاينونو له پاره د پوره امنيت ډاډ ورکړی وو.