داعش ډلي د یوه عکس په خپرولو سره روسیې او پوتین ته اخطار ورکړی

وروسته له هغه چي په روسیه کي څو وسله والو د یوه کنسرټ پر ګډونوالو برید وکړ او نږدې درې سوه تنو ته یې مرګ ژوبله واړول داعش یو ځل بیا روسیې او پوتین ته اخطار ورکړی.
داعش د یوه عکس په خپرولو سره ویلي، چي روسیه باید د دوی د نیول سوو غړیو له شکنجې څخه لاس واخلي کنه دوی به تر دې سخت نور بریدونه هم وکړي.
د روسیې په مسکو کي تر برید وروسته څلور تنه شکمن کسان د روسي ځواکونو له خوا نیول سوي او دا مهال تر پوښتنو لاندي دي.
ځینو روسي چارواکو ویلي، په مسکو کي وروستی برید تر ډېره «په چیچن او سوریه کي د روسیې د دوو جګړو» له امله سوی دی.
‏روسي رسنیو ویلي، که څه هم په سوریه کي د روسیې لاسوهنه تر ډېره د بشارالاسد له رژیم سره، چي د ډیموکراسۍ پلوه او مخالفو ډلو سره جنګېږي، مرسته کوي خو د بشارالاسد ځواکونه له داعش سره هم جګړه کوي چي له همدې امله روسیه په نښه سوې ده.