دافغانستان بانک پخوانی ريس ملا ګل اغا په ترافيکي پيښه کي ټپي سوی دی

د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر او د افغانستان بانک اوسنی رئیس ملا هدایت الله بدري ( ملا ګل اغا ) د هرات-کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کي ټپي سوی دئ.
تر اوسه د هغه د روغتیا اړوند لا نور معلومات نسته.
واک ته د طالبانو له بیا راګرځېدو را وروسته ملا ګل اغا د مالیې وزیر وټاکل سو، خو تېرکال حوت ( کب) میاشت کي یې له خپلي دندي استعفا وکړه، چي د طالبانو د مشر له خوا ومنل سوه.
نوموړی تر هغه وروسته د افغانستان بانک عمومي رییس وټاکل سو.
نور وروسته…