دافغانستان کرکټ بورډ: دهرات د زلزله ځپلو سره ۲ ميليونه افغانۍ مرسته کوو

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او د بورډ غړو پرېکړه کړې چي د زلزلې د دغي ستري غمیزي له قربانیانو سره ۲ میلیونه افغانۍ مرسته کوي. دوی دغه راز خبر ورکوي چي د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو او ملي لوبغاړو هم د مرستي را ټولولو لړۍ روانه کړې چي تر راټولیدو وروسته به د یوه منظم پلان مطابق تر زیانمنو کورنیو ورسيږي. کرکټ بورډ پر نورو مرستندویه موسسو، ملي سوداګرو او پانګوالو هم ږغ کوي چي خپل هیوادوال په دې سخت حالت کي یوازي پرې نږدي.