دبهرنيو چارو وزارت: امريکا دنړۍ په سطحه بي اعتباري رامنځته کوي او يو نړيوال عادلانه نظام ته ضرورت دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چي امريکا په غزه کي د ظلم ملګرې ده.

بلخي د امريکا هغه دريځ غندلی، چي د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي يې د غزې د اوربند په پرېکړه لیک کي منفي رايه کارولې.

د ملګرو ملتونو په امنیت شوراه کي امریکا هغه وړاندیز رد کړی، چي‌ په غزه کي یې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د امنیت شورا په رایه اچونه کې یوازینی هېواد امریکا وه، چې د دغې شورا غوښتنې ته یې منفي رایه ورکړه

بل لوري بيا بلخي د ملګرو متلونو د امنيت شورا د هغو غړو هيوادونه د دريځ ستاينه کړې، چي په فلسطين کي ددايمي اوربند ملاتړ يې کړی.

بلخي وايي، چي امريکا په نړیواله سطحه بشري حقونه د سیاسي وسلې په توګه کاروي.