دروزګان والي: په دوو اونيو کي به ددي ولايت په ټولو سيمو کي افغانۍ مروج سي

د روزګان والي محمد علي جان احمد د دې ولايت په اداري ناسته کي د ادارو او ولسواليو مسولينو ته سپارښتنه وکړه، چي په دوو اوونيو کي باید په ټول ولايت کي هر ډول لويي او کوچنۍ راکړي ورکړي په افغانيو ترسره سي.

د والي په خبره، چي خلګو ته تر خبرتيا او عامه پوهاوي وروسته که بيا هم په بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه وسي، هغه کسان به د حکومت لخوا نيول کيږي.

نوموړي په دغه ناسته کي د ټولو مسولينو څخه غوښتنه وکړل چي خلک دي د افغانيو ترويج ته په نرم چلند سره وهڅوي.

د روزګان ځايي اوسېدونکي وایي، په لنډ وخت کي د بهرنيو اسعارو بندول به خلګ له ستونزو سره مخ کړي او ممکن ډېر تاوان وويني.

روزګان کي له تيرو ۳۰ کلونو راهیسي راکړه ورکړه په پاکستانيو کالدارو کېدل چي دې وروستيو ۸ مياشتو کي حکومت هڅي پیل کړي دي ترڅو خلک د افغانيو کارولو ته وهڅوي.