د ط..البانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندني رياست د دغه هیواد په ۱۰ ولايتونو کښي د سختو بارانونو او سيلابونو د راوتلو خبر ورکړی دئ.
د دغه رياست د وړاندويني له مخي نن چهارشنبه او پنج شنبه به د افغانستان په بدخشان، تخار، نورستان، کاپيسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنگان، سرپل او باميان ولايتونو کښي د بارانونو او سيلابونو اټکل سوی دئ.
دې رياست د اټکل له مخي، د دغو ولايتونو په بېلابېلو برخو کښي به د بارانو اندازه له ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي متره پوري به وي.
د ط..البانو د هوا پېژندني ادارې همدا راز د افغانستان د جنوبي، ختيځ، لويديځ او منځنيو ولايتونو له پاره د ۵۰ څخه تر ۷۵ کيلومترو په ساعت کښي د سختو بادونو سره د غبار او خاورو اټکل هم کړی دئ.