دفاع وزارت د پاکستان په ځواب کي: که څوک د افغانستان پر حريم بريد وکړي، د پايلو مسووليت يې پر خپله غاړه دی

ا.ا د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندوني يو ناسنجيده عمل او د اوبو خوړولو هڅه بللې ده او وایي، که هر څوک د افغانستان پر حریم برید وکړي مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.
دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کي د پاکستان پر حکومت ږغ کړی، چي هيچا ته دي د حساسو مسايلو پر سر د حساسيت‌پاروونکو څرګندونو اجازه نه ورکوي.
دفاع وزارت ويلي، که هر څوک په هره پلمه او عنوان د افغانستان پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کي ویلي، چي د دې هیواد پوځ به د عزم استحکام په نوم په تازه عملیاتو کي له هیواده بهر د ټي‌ټي‌پي پر پټنځایونو بریدونه وکړي.