دفتري فېشن نوې بڼه:د ط..البانو يو چارواکی، يو دفتري ميز خو دوه نفري کوچ

په ټولنېزو رسنیو کي د ط..البانو د فراه د والي د مرستیال هغه انځور د ټولنېزو رسنيو د کارونکو پام ځان ته اړولی، چي د دفتر کاري میز ته په دوه نفري کوچ کي ناست دئ، خو خپل سکرټر ئې بيا په المارۍ کي د دفتري دوسيو د فايلينګ پر ځای کښينولی دئ.
د هغه پر دغه انځور باندي د ټولنيزو رسنيو کارونکو بېلابېلي تبصري کړي دي.