دقطرخيريه بنسټ: په کندهار کي څلورسوه بستريز روغتون جوړو

د کندهار ولایت مقام څخه په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي چي د قطر الخیریه بنسټ دوو تنو استازو انجنیر جمال قاسم محمد او ډاکتر عبدالمجید عبدالقوي الحمیدي د دغه ولایت له والي ملا شیرین اخند سره په لیدنه کي، د قطر الخیریه بنسټ له لوري په کندهار کي د یو ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړیدو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي د یاد بنسټ مسؤلين به په کندهار کي د عینو میني د ۳۵۰ بستريز روغتون سره هم د روغتیايي تجهیزاتو په برخه کي همکاري وکړي.

دغه لیدنه پرون شنبه د وږي پر ۱۱مه تر سره سوه. په دې لیدنه کي د کندهار والي ملا شیرین اخند، د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کي د هر هیواد خیریه ادارو ته د ښه کار کولو پر زمینه سازي ډاډ څرګند کړی دی.