دوجاریک: د جرمونو د نړۍوالي محکمې د پرېکړو درناوی لرو

د ملګرو ملتونو وياند ستفان دوجاريک د سې شنبې په ورځ د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنيو ته ويلي دي، چي ملګري ملتونه د جرمونو د نړۍوالي محکمې ټولو پرېکړو ته درناوی لري.
هغه دغه څرګندوني د ط..البانو د دوو مشرانو د نيولو په اړه کړي او ويلي ئې دي، چي د جرمونو نړۍواله محکمه يوه خپلواکه اداره ده او ټولي هغه پرېکړي، چي دغه محکمه ئې کوي، د منلو او عملي کولو وړ دي.
د ملګرو ملتونو ویاند له ټولو هيوادونو هم غوښتي چي د جرمونو د نړۍوالي محکمې فعالیتونو ته درناوی ولري.
دوجاریک ټینګار کړی چي ملګري ملتونه تل د ط..البانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو د نقض په وړاندي روڼ او څرګند دریځ نیولی دئ او تل ئې د هغوی د حق اخيستلو په برخه کي ږغ پورته کړی.
دا په داسي حال کي ده، چي د جرمونو نړۍوالي محکمې تېره ورځ د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت‌الله او د دې ډلي د ستري محکمې د رئیس عبدالحکیم ح.قاني د بشریت ضد جنایتونو له امله د نیولو حکم صادر کړی.