دولسي جرګي پخوانی غړی حاجي معلم ميرولي په حق رسيدلی

د سویلي هلمند ولایت قومي او جهادي مشر حاجي معلم میرولي په ترکیه هیواد کي د ور پېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېد.
هغه د هلمند قومي مشر او په ولسي جرګه کي د همدې ولایت د خلګو استازی و.
نوموړی د خپل کار په موده کي څو ځله په بېلابېلو وسله والو بریدونو کي ټپي سوی، خو وروستي برید چي د کندهار ښار په لسمه حوزه کې پرې سوی و، سخت ټپي کړ.
هغه دوه کاله وړاندي په افغانستان کې د جمهوري حکومت تر راپرځېدو وروسته د یو شمېر نورو سیاسي څېرو په څېر هیواد پرېښود او ترکیې ته لاړ.