ديني عالمان: د عاشورا د ورځي نذر او خيرات راغلو کډوالو ته وقف کړئ

د يکشنبې په ورځ په دايکندي کي ديني عالمانو د عاشورا د ورځي د لمانځلو پر مهال د ايران څخه د تازه راغلو کډوالو پر لاس نيوي ټينګار وکړ.
په دایکندي کي د عاشورا د ورځي په مناسبت جوړو سوو مراسيمو کي دیني عالمانو د عاشورا پیغام د مظلومانو ملاتړ او د مسلمانانو ترمنځ د ورورګلوۍ او یووالي پیاوړتیا وبلل.
د يادو مراسيمو پر مهال ديني عالم طاهر عالمي له خلګو وغوښتل، چي خپل خیرات او نذراني دي کډوالو او اړمنو کسانو ته وقف کړي ترڅو په ټولنه کي د یووالي او همکارۍ روحیه پیاوړې سي.
هغه زیاته کړه، چي د عاشورا د قیام پیغام، د مظلومانو ملاتړ دئ، نو په دې اساس ټولو ته په کار ده، چي خپل خیرات د هغه کډوالو له پاره ځانګړی کړي، چي تازه له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.