دپاکستان او عراق د زندانو څخه ۷۵۴ افغان بنديان ازاد سوي او افغانستان ته راغلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ په نشر کړې خبرپاڼه کي ويلي، چي د تېري اوونۍ په جريان کي د پاکستان او عراق له زندانو څخه ۷۵۴ افغان بنديان ازاد سوي او هیواد ته راستانه سوي دي.

د ط..البانو د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، د دغو ازاد سووکسانو له ډلي څخه ۷۲۵ تنه د سپین بولدک د لاري د پاکستان څخه کندهار ته راغلي او ۲۹ تنه نور د نیمروز له لاري له عراق څخه افغانستان ته راغلي دي.

د خبرپاڼي په حواله دا بنديان په پاکستان کي تر دوو میاشتو او په عراق کي تر نهو میاشتو پوري زندانيان پاته سوي وو.

بايد وويل سي، چي تر دې مخکي هم ۴۳۳ تنه د افغان کډوالو بنديان د عراق او پاکستان د‌ زندانو څخه ازاد سوي او افغانستان ته راغلي وو.