د چاد ولسمشر محمد ادریس دیبي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه فرمان په غبرګون کښي، چي د چاد په ګډون د ۱۲ مسلمانو هیوادونو پر اتباعو ئې امریکا ته د سفر بندیز لګولی، پر امریکایي وګړو د چاد ویزې بندي کړې.
د ټرمپ د نوي فرمان له مخي، چي د مهاجرت او سفر محدودیتونو په اړه دئ، د افغانستان، چاد او نورو ۱۰ هیوادونو وګړي له دې بندیز سره مخ سوي، چي افغانستان د دې لیست په سر کښي ځای لري. د چاد ولسمشر دا پرېکړه د متقابل عمل په توګه کړې، ترڅو د امریکا د دې پالیسۍ په وړاندي خپل دریځ څرګند کړي.