دکابل ښاريان وايي ،افغانيوارزښت لوړ سوی، دخوراکي توکو قيمتونه بايد کښته سي

کابل ښاریان وايي، چي د ډالر پر وړاندي د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره باید د خوړو او نورو توکو بیې هم راټېټې سي.
د دوی په خبره په تېرو څو ورځو کي د ډالر پر وړاندي د افغانۍ ارزښت پورته روان دی، خو د توکو بیې لاهم پر خپل حال دي.
کابل ښاریان له حکومت څخه غوښتنه کوي، چي په دې برخه کي دي جدي ګامونه واخیستل سي او د هغو کسانو سره قانوني چلند وسي، چې بیي یې لوړي ساتلي دي .
ښاریان وايي، چي د خلګو اقتصادي وضعت کمزوری دی او د خلګو سره د لاس نیوي په برخه کي باید سوداګر او د توکو پلورنکي له انصاف څخه کار واخلي.