دکډوالۍ په چارو کي دملګرو ملتونو کميشنري: جګړه نسته خو په ميليونونو کورنۍ بي ځايه دي.

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کي ویلي، سره له دې، چي “جګړه” نوره د افغانانو د بې ځایه کېدو اصلي لامل نه ده؛ خو بیا هم په هیواد کي ۳.۲۵ میلیونه کورني بې ځایه سوي دي او ۵.۵۳ میلیونه د سیمي په هېوادونو کي کډوال دي.

په دغه راپور کې د بشري حقونو څخه پر سرغړوني هم اندېښنه څرګنده سوې او ویل سوي، چي د بیان پر ازادۍ او د ښځو او نجونو پر حقونو بندیزونه ډېرېږي.

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغه راز ویلي، چي له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې د پیل څخه د نومبر میاشتي تر وروستیو پوري څه باندې ۴۲۰ زره کډوال هېواد ته راستانه سوي دي.