دیني عالم منیر شاکر په یوه چاودنه کي ژوبل سوی

راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا پېښور په یوه مسجد کي پر مفتي منیر شاکر چاودنه سوې او د ده په ګډون یې پنځه کسان ژوبل کړي دي.
ویل کېږي چي، چاودنه نن شنبه مازیګر مهال د اورمړ پوستې په میره کچوړي سیمه کي سوې او ژوبل سوي کسان روغتون ته لېږدول سوي دي.
تر اوسه د هغوی د روغتیايي حالت او چاودني په اړه پوره معلومات نه دي ورکړل سوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *