د اتریش په يوه ښوونځي کښي د ټکانو له امله د يوه سړي په ګډون اته زده کوونکي وژل سوي

د رویترز خبري اژانس د خبر له مخي، چي د سه شنبې په ورځ د اتریش د ګراتس ښار په يوه ښوونځي کښي د ټکانو له امله د يادي ښوونځي اته زده کوونکي او يو سړی وژل سوی او لس تنه نور ټپيان سوي دي.
د رويټرز د راپور له مخي چي د بريدګر کس جسد د همدې ښوونځي په تشنابونو کښي موندل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي د دغي پېښي اصلي انګېزه تراوسه پوري نه ده معلومه.