دې ادارې نن شنبه ویلي چي په تېره میزان میاشت کي دومره تذکرې د ۷۸ مرکزونو او آسان خدمت له لاري په ټول هیواد کي وېشل سوي دي.
د برېښنايي پېژندپاڼو د خدمتونو د ادارې د معلوماتو له مخي، د روان کال په میزان مياشت کي په کابل کي ٤١ زره ٥٧٣، په ننګرهار کي ٨ زره ٥٠٨، په هرات کي ٦ زره ٧٩٠، په کندهار کي ٥ زره ٨٥٦ او په بلخ کي څلور زره ٩٩٨ الکترونیکي پېژندپاڼي وېشل سوي دي.
د دې ادارې د مسوولینو په وینا، په ياده مياشت کي د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته هم ۹ زره ۲۳۵ هیوادوالو ته خدمات وړاندي سوي دي.
بل خوا یو شمېر کسان وایي، د برېښنايي پېژندپاڼو پر مرکزونو اکثره وخت خلک زیات وي او کارونه یې ژر نه خلاصیږي.