د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خپل وروستي راپور کي ويلي دي، چي دروان کال د ورې (حمل) په مياشت کي د خوراکي توکو بیې د تېري میاشتې پرتله ۱.۹ سلنه لوړي سوي دي. د يادي ادارې د معلوماتو په اساس، د مېوو ۱۱.۵ سلنه او د سبزيجاتو بیې بیا ۹.۱ سلنه لوړې سوي دي.
په راپور کي ويل سوي دي چي په ورته وخت کي بیا د غیرخوراکي توکو بیې ۰.۰۲ سلنه راکمې سوي چي د کالیو په برخه ۲.۴ سلنه او د درملو په برخه کي ۲.۶ سلنه کموالی ښيي.
د خوراکي توکو بيې پر داسي مهال لوړي سوي، چي اوس مهال په افغانستان کي په زرګونه کسان بېکاره دي او د خپل ژوند د ابتدايي ضرورتونو د پوره کولو توان هم نه لري.