د احمد خيلو او ډنډپټان ولسواليو د کليو اوسېدونکي شکايت کوي، چي يو روغتيايي مرکز لري او هغه هم د شپي له خوا بند وي

د پکتیا د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو دره چي شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ ورپکښي اوسيږي اوسېدونکي ئې شکايت کوي، چي ټوله کلي کي يوازي يو روغتيايي مرکز لري. د دې سيمي اوسېدونکي وايي چي دغه روغتيايي مرکز د ورځي لخوا فعال او دشپي لخوا غير فعال وي. دغه راز د ډنډپټان ولسوالۍ د قيمتي سيمي اوسېدونکي هم په خپله سيمه کي د روغتيايي مرکزونو د نه موجوديت څخه شکايت کوي او زیاتوي چي په ټوله کلي کي يوازي يو روغتيايي مرکز لري، چي روغتيايي خدمات ئې د دوی لپاره بسنه نه کوي. د دغه ولسواليو اوسېدونکي وايي، چي کله د شپي لخوا يو ښځينه ناروغ ورته پيدا سي د دوی په روغتيا مرکز کي د شپي په خوا کي ښځينه روغتيايي کارمندان موجود نه وي، چي دوی مجبوره کيږي چي د څو ساعتونو سفر کولو وروسته ئې ښار ته انتقال کړي، ترڅو هلته ئې درملنه وسي.
دوی د طالبانو د حکومت څخه په خپله سېمه کي د روغتيايي خدماتو د زياتوالي غوښتنه کوي، هغوی ټينګار کوي که چيري د طالبانو حکومت د دوی دغه ستونزي ته حل لاره پيدا نه کړي، نو د دغه سېمي خلګ به نور هم د روغتيا په برخه کي د ستونزو سره لاس او ګريوان سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *