د اذربايجان سفير الهام محمدوف د افغانستان د بهرنيو چارو وزير سره وکتل

د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د افغانستان د بهرنیو چارو له
وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د اذربایجان د سفارت
د پرانستلو، د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو
د پیل او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د اذربایجان د سفارت پرانیستل او د
ډیپلوماټیکو اړيکو تبادله د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د
دوستۍ یوه مثبته نښه وبلل

ښاغلي متقي له اروپا سره د افغانستان د نښلولو لپاره د لاجورد
لارې پر اهمیت رڼا واچوله او موخه یې په باکو کې د ډیپلوماټیک
حضور پیاوړتیا وبلل

د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د افغانستان ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته د
درناوي په ترڅ کې د اذربایجان په ځمکنۍ بشپړتیا کي د افغانستان له ملاتړ
څخه مننه وکړه او د امنیت، ثبات، له نشه یي توکو سره د مبارزې او اقتصادي
پراختیا په برخه کې یې د افغان حکومت لاسته راوړنې وستایلې