د اذربایجان سفیر: غواړو په ټولو برخو کي له افغانستان سره ښې اړیکي ولرو

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کي د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په سپېدار ماڼۍ کي کتلي دي.
ارګ وایي، په دې کتنه کي د اذربایجان سفیر الهام محمدوف ویلي، چي اذربایجان او افغانستان د ګډو دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکاتو ترڅنګ د یوه بل مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
هغه زیاته کړې، اذربایجان په افغانستان کي د امنیت پر تامین، د اداري فساد له منځه وړلو او د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق په محوه کولو کي د اسلامي امارت لاسته راوړني ستایي.
الهام محمدوف ویلي، دا یو تاریخي فرصت دی چي اذربایجان په کابل کي سفارت پرانیزي، ځکه غواړي په ټولو برخو کي له افغانستان سره ښې اړیکي ولري.
د هغه په خبره، هیواد یې غواړي د اقتصاد، کرني، تېلو او ګازو تر څنګ د ټرانس کسپین کوریدور په برخو کي له افغانستان سره خپلي همکارۍ زیاتي کړي، خو په دې برخه کي یې هیواد د اسلامي امارت هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.
مولوي عبدالکبیر بیا په دغه لیدنه کي ویلي، چي اسلامي امارت له اذربایجان سره په بېلابېلو برخو کي د اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته لېواله دی او دغه راز دواړه هیوادونه د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا ښه وړتیاوي لري.