د ارزګان والي ددې ولایت موسسات په تیرو شلو کلونو کي په بی کفایتۍ تورني کړې ، جزیات یې په راپور کي

د روزګان والي نن د موسیساتو سره په يوې جوړه سوې غونډه کي له هغوي څخه غوښتنه وکړه چې د بیځايه لګښتونو پر ځاي دي د خلکو اساسي ستونزو ته پاملرنه وکړي او هغه دي ورته حل کړي.

ځايي اوسيدونکي وايي په تيرو شلو کلونو کي موجوده موسیساتو داسي فعاليتونه ترسره کړي دي چې ګټه يې خلکو ته کمه وه.