د اروپايي ټولني استازولۍ ويلي، چي په افغانستان کي د مېندو او ماشومانو د تغذیې او روغتیا په برخه کي پانګونه کوي.
دغه بنسټ د زمري په ۱۶مه پر خپله اېکسپاڼه په یوه خپره سوې اعلامیه کي ويلي، چي د مور شیدې د ماشومانو د ژوندي پاته کېدو، سالمي ودي او د دوی د روغتیا د پیاوړتیا له پاره بنسټیز رول لري.
د راپورونو له مخي، د ط..البانو له واکمنۍ او د نړۍوالو مرستو د کموالي وروسته، په افغانستان کي د ښځو او ماشومانو روغتیايي او تغذیوي وضعیت خورا خراب سوی دئ، چي له امله ئې د مېندو او ماشومانو د روغتیا په برخه کي د ملاتړ او پانګوني اړتیا نوره هم زیاته سوې ده.
د اروپايي ټولني دا ژمنه په داسي حال کي سوې، چي افغانستان د سختو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دئ او دغه اقدام به د دې وضعیت د ښه کېدو له پاره یو مهم ګام وي.