د اروپایي ټولني شاوخوا شپېتو رسنیزو او د بشري حقونو بنسټونو اسراییل په غزې تړانګه کي (د خبریالانو په ډله‌ ییزه وژنه) تورن کړی دی

د بې‌ پولي خبریالانو سازمان او ۵۹ نورو بنسټونو نن دوشنبه له اروپایي ټولني وغوښتل، چي له اسراییل سره د همکارۍ موافقه وځنډوي او پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.

له اروپایي ټولني څخه له اسراییل سره د نه همکارۍ غوښتنه داسي مهال کيږي چي ټاکل سوې د دغي ټولني د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کي سره جرګه سي.

دغو بنسټونو ویلي چي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ مې تر اوسه د غزې په جګړه کي اسراییلي پوځیانو ۱۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژلي دي.