د ازادۍ جبهه وايي تخار کي ئې دوه ط..البان وژلي

د ط..البانو خلاف د ازادۍ په نوم جبهې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کي ئې د شنبې په ماخستن د يوه بريد پرمهال دوه ط..البان وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په تالقان ښار کي ئې د ط..البانو پر يوې پوستې باندي وسله وال بريد کړی، چي پرمهال ئې دوه ط..البان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
هيره دي نه وي، چي تخار ولايت ط..البانو تر اوسه پوري د دغه سوي بريد په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.