د ازادۍ جبهه وایې ، چي په تخار کي ئې يو ط..الب وژلی

د ط..البانو د مخالفي ډلي د ازادۍ جبهې د سې شنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د دوشنبې په ماښام ئې د تخار ولایت د ط..البانو پر سرحدي پوليسو بريد کړی، چي پرمهال ئې يو ط..الب وژل سوی او يو بل سخت ټپي سوی دئ.
د ازدۍ جبهې په نشرسوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د ط..البانو په خاص ډول د امرب.المعروف پر مامورينو به د دوی بريدونه دوام ولري.
د تخار ولايت ط..البانو تر اوسه د ازادۍ جبهې د دغه بريد او تلفاتو په اړه د رسنيو سره معلومات نه دي شريک کړي