د ط..البانو مخالفي ډلي د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ په نشر سوي خبرپاڼه کي ادعا کړې، چي تېره شپه ئې په مرکز کابل کي د يوه بريد پر مهال د ط..البانو د استخباراتو دوه غړي وژلي او دوه ئې ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه بريد ئې د شنبې په ماخستن ناوخته د مرکز کابل د شپږمي امنيتي حوزې د دارلامان ماڼۍ سره کړی دئ.
دغي جبهې ټينګار کړی، چي پر ط..البانو او په ځانګړي ډول د امرب.المعروف پر مامورينو به د دوی بريدونه جريان ولري.