په اسلام آباد کي د ازبکستان سفیر د پاکستان له دفاع وزیر سره په کتنه کي ویلي چي د افغانستان له لاري د دې دوو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي د پروژې ګټه به ټولو ښکېلو هېوادونو ته ورسېږي.
اسوشیتیدپریس پاکستان خبري آژانس پرون راپور ورکړ چي د ازبکستان سفیر علیشیر توختایوف له خواجه آصف سره په پرونۍ کتنه کي ویلي چي د ترمز، کابل او پېښور ترمنځ د اورګاډي د پروژې بشپړېدل به د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د سیمهییز اتصال په برخه کي مهم رول لوبوي.
د توختایوف په وینا له دې لاري به په کال کي ۲۰ میلیون ټنه سوداګریز مالونه له پاکستان څخه ازبکستان ته ځي او په لګښتونو کي به یې تر ۳۵ سلني پوري کموالی راسي.
د ترمز، کابل- پېښور د اوګاډي پروژه چي په افغانستان کي به یې اوږدوالی ۶۴۷ کیلومتره وي، د پلان له مخي له بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردګو او لوګر ولایتونو تر تېرېدو وروسته د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له لاري خیبر پښتونخوا ایالت ته ننوځي او تمه ده چي تر هنده پوري به دوام وکړي.