د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام مهکاموف ویلي چي د ټرانس- افغان د اوسپني پټلۍ جوړول به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.

مهکاموف وايي، دا پروژه پېچلې ده او په افغانستان کي له ستونزو سره مخامخ ده.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر زیاتوي چي د ټرانس-افغان اوسپني پټلۍ یوه ډېره لویه خو پېچلې پروژه ده او تر ټولو ډېري ننګوني په افغانستان کي ستون لري، خو د ازبکستان ولسمشر به د دې پروژې اصلي پيلونکى وي.

د هغه په ​​وينا، ازبکستان تر دې وړاندي هم د دې پروژې د پلي کولو لپاره له يو شمېر هیوادونو سره خبري کړي او اوسمهال يې د تخنيکي او اقتصادي بنسټونو په جوړولو بوخت دي.

دا پروژه چي له ازبکستان څخه مزاري شریف، کابل او پېښور ته غځېدلې لاره پکښي شامله ده، د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *