د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ويلي، د نړیوال او سیمه ییز امنیت په بحث کي«د افغانستان ننګوني» له پامه نه سي غورځولاي.
نوموړي د برېکس په غونډه کي له نړیوالي ټولني وغوښتل چي د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.
په دې لړ کي د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
هغه په سیمه يیزو او نړیوالو اقتصادي بهیرونو کي د افغانستان د شاملیدو اړتیا ته په اشارې وویل، دا مهمه ده چي له افغانستان او خلکو څخه په بشپړه توګه ملاتړ وسي څو دغه هیواد په نړیوالو اقتصادي فعالیتونو کي ځای ولري.
د قرغزستان ولسمشر همداراز ټینګار وکړ چي افغانستان باید په انزوا کي پاته نه سي او د ثبات او پرمختګ لپاره افغانستان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
په دې غونډه کي د برېکس ګډونوالو له اسلامي امارته هم وغوښتل چي د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.