د استاد عبدالرؤف بېنوا د مړیني څلوېښت کاله پوره سوه

د هېواد نامتو او بریالی دیپلومات، لیکوال او شاع؛ عبدالرؤف بېنوا د ۱۲۹۲ل. د وږي د میاشتي په لومړۍ نیټه د هغه مهال د کندهار په پخواني ښار کي مبارکي خرقې ته نږدې په یوه منوره کورنۍ کي نړۍ ته سترګي پرانیستي.
عبدالرؤف بېنوا د یوې فاضلي او علمي کورنۍ په غیږ کي روزل سوی وو، د خپلو منورو مشرانو او استادانو تر نظر لاندي یې لومړني تعلیمات په خصوصي ډول تر سره کړي.
بېنوا په ۱۳۱۸ ل. کال چي ۲۶ کلن وو، رسمي مأموریت باندي پیل وکړ. ډېر کلونه یې په بیلابیلو ادارو کي رسمي چاري پرمخ وړي دي.
د ارواښاد عبدالرؤف بینوا لسګونه اثار په پښتو او نورو ژبو خپاره سوي دي او دغه راز ځیني اثار یې لا ناچاپه پاته دي.
هغه د پښتو ادب د پنځو لویو ستورو څخه یو ستوری وو چي د ژوند نږدې ټوله برخه یې د پښتو ژبي په خدمت کي تېره کړې وه.
ارواښاد عبدالروف بینوا وروسته تر هغه چي په افغانستان کې سیاسی اوضاع ګډه وډه سوه، د ژوند وروستیو کي د امریکا متحده ایالاتو ته مهاجر سو او د مسافرۍ او مهاجرت په چاپیریال کي ( ۲۱ جدي ۱۳۶۳ ل. = ۱۱ جنورۍ ۱۹۸۵م.) د نیو جرسي په ښار کي وفات سو چي اوس یې د مړیني څلوېښت کاله پوره سوه.