د اسرائيلو دولت وايي چي په دغه هيواد کي لګېدلی اور خورا قوي دئ. د اور وژونکو په وینا، دوی لا تر اوسه د دې اور په کنټرولولو کي پاته راغلي دي. د اور د مخنیوي لپاره یوه اسرائیلي الوتکه د فوس-چیک په نوم سور رنګه مواد پر ياده سيمه شيندلې دي ترڅو د اور خپریدو مخه ونیسي.
د راپورونو له مخي، دا اورلګېدنه دومره شدید ده چي د اسرائیلو حکومت له نړۍوالو هیوادونو لکه یونان، کرویشیا، ایټالیا او قبرس څخه د مرستي غوښتنه کړې ده. د اور له امله ډیری سړکونه تړل سوي، د اورګاډو چلند لغوه سوی او خلګو ته د خوندي ځایونو ته د تللو امر سوی دئ.