د اسرائیل په هوایي بریدونو کي لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل سوي دي.

پداسې حال کي چي د حماس استازي د مصر پایتخت قاهرې ته د اوربند په هکله د خبرو لپاره روان سوي، په غزه کي د روغتیایي چارو مسوولین وایي چي د اسرائیل په هوایي بریدونو کي لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل سوي دي.
د روغتیایي چارو مسولینو ویلي چي ۱۹ تنه د نصیرات په ښارګوټي کي په هوایي بریدونو کي وژل سوي چي د کډوالو کمپونه هم پکښي سته او ۱۰ تنه نور فلسطینیان بیا د غزې په شمال کي د بیت الهیا په سیمه کي پر یو کور باندي په هوایي برید کي وژل سوي دي.
سره له دې چي د اسرائیل پوځ د جمعې ورځي هوایي بریدونو په هکله څه نه دي ویلي خو تیره ورځ یې ویلي وه چي د غزې په بیلا بیلو برخو کي یې د حماس پر مرکزونو بمبارۍ کړي.
په غزه کي د اسرائیل دا تازه هوایي بمبارۍ داسي مهال کیږي چي د حماس دوو چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چي د دې ډلي یو پلاوی به د مصري چارواکو سره د خبرو لپاره قاهرې ته د شنبې په ورځ ولاړ سي.