د اسرائیل پوځ : په لبنان کي د مځکني برید له پیل کولو وروسته یې سرتیري له سختي جګړې سره مخامخ سوي

د اسرائیل پوځ وايي، چي په لبنان کي د مځکني برید له پیل کولو وروسته یې سرتیري له سختي جګړې سره مخامخ سوي او له کبله یې د یوې اونۍ بمباریو وروسته، چي په سلګونو کسان پکښي ووژل سول، شخړه نوره هم پراخه سوې ده.
د مځکني یرغل وړاندي اسرائیل په داسي حال کي بیروت، دمشق او غزه په نښه کړه چي نړیوالو د پراخې سیمه ایزي جګړې د مخنیوي په خاطر د حوصلې غوښتنه وکړه.
د اسرائیل پوځ ویلي چي ځواکونو یې د هوايي او توپچي قواوو په ملاتړ، د لبنان په سرحدي سیمو کي د حزب الله پر مرکزونو باندي “پلي هدفي بریدونه” کړي دي.
بل خوا حزب الله ویلي، چي د اسرایل مځکنی یرغل یې له ماتي سره مخ کړی او د دوی بریدونه ورباندي دوام لري.
امریکا بیا منځني ختیځ ته د امنیت د ټینګښت لپاره نور ځواکونه استولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *