د اسرايیل حکومت ویلي، د اسرايیل او د لبنان د شیعه ډلي حزب‌الله ترمنځ ښايي یوه بالقوه پراخه جګړه په نژدې کېدو و‌ي

د اسرايیل دفاع وزیر د امریکا د متحده‌ایالتونو له منځ‌ګړي سره په کتنه کي ویلي، د یوې احتمالي موافقې لپاره وخت ځکه له لاسه پر وتلو دی، چي حزب‌الله د فلسطینیانو له ډلي حماس سره ځان نژدې کړی دی او د شخړي له ختمولو یې ډډه کړې ده.
د اسرايیل دفاع وزیر په خپلو خبرو کي ویلي، یوازنۍ لار دا پاته ده، چي د اسراييل په شمال کي له خپلو کورونو د بې‌ځایه سویو کسانو بېرته ستنېدل یقیني سي، چي دا کار یوازي په پوځي اقدام کېدای سي.
تر دې مخکې د اسرايیل صدراعظم ویلي وه، تر هغو چي د اسرايیل په شمال کي امنیتي وضعیت ښه سوی نه وي، دا امکان نه‌لري، چي د اسرايیل بې‌ځایه سوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستانه سي.