د اسراییلو د بریدونو له امله په لبنان کي ۲۱ او په غزه کي ۴۷ کسان وژل سوي

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چي د دغه هیواد په جنوب کي د اسراییلو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل سوي.
بل خوا الجزیرې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چي د یکشنبې په ورځ د اسراییلو په بریدونو کي په غزه کي ۴۷ کسان وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي، اسراییلو پرون د لبنان درې جنوبي سیمې په نښه کړي چي په پایله کي یې ۲۱ کسان وژل سوي دي.
اسراییلو هم پر لبنان پروني بریدونه تایید کړي او ادعا یې کړې چي هلته یې تر مځکي لاندي د حزب الله غورځنګ د وسلو ډېپوګان په نښه او له منځه وړي دي.
په لبنان کي ملکیانو ته د زیاتي مرګ‌ژوبلي د اوښتو ترڅنګ پر غزې هم د اسراییلو بریدونه دوام لري.
د یکشنبې له ورځي راهیسي پر غزې د اسرائیلو په تازه بریدونو کي لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *