د اسراییلو د بهرنیو چارو نوی وزیر وايي، د لبنان له حزب‌الله ډلي سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هڅو کي مشخص پرمختګ سوی

جدعون سار پرون خبریالانو ته وویل چي اسراییل له متحدایالاتو سره په ګډه کار کوي او په‌‌دې برخه کي مشخص پرمختګ سوی.
خو هغه زیاته کړه چي په هرراز نوې موافقه کي باید داسي اجرايي مېکانېزم شامل وي چي، د اسراییل سرحد ته نژدې د حزب‌‌الله د پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو مخه ونیسي.
حزب‌الله ویلي چي، د سولي کوم وړاندیز یې نه‌دی ترلاسه کړی او زیاتوي چي که اړتیا وي، نو له اسراییلو سره اوږدې جګړې ته چمتو دي.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې له څو میاشتو راهیسي هڅي پیل کړي چي د اسراییل او حزب‌‌الله ترمنځ سوله وکړي او داسي راپورونه هم وو چي د منځني ختیځ لپاره د سپیني ماڼۍ ځانګړی استازی ښايي په راتلونکو ورځو کي بیا سیمي ته ستون سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *