د اسراییلو پوځ پر مرکزي او شمالي غزه خپلو وروستیو هوایي بریدونو کي لسګونه کسان وژلي دي

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چي له تېري یکشنبې راهیسې ۴۰ مړي له جبلیه سیمي او ۱۴ نور د غزې له شمالي سیمو ورلېږدول سوي دي.
لوېدیځو اژانسونو تېره ورځ د فلسطیني چارواکو په حواله راپور ورکړی چي په غزه کي د جګړې له پيله تراوسه د وژل سویو کسانو شمېر له ۴۲ زرو واوښتی.
د اسراییلو د پوځ ویاند ویلي، دوی جبلیه کي د دې لپاره عملیات کړي چي په وینا یې حماس ډله، بیا خپل سنګرونه منظم نه کړي.
بل لورته د لبنان په جنوبي برخه باندي هم د اسراییل بریدونه روان دي او په دې وروستیو کي د ترکیې، بلغاریا، رومانیا او قزاقستان سلګونه وګړي له لبنانه تخلیه سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *