د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خپلو سرتېرو ته امر کړی چي په غزې تړانګه کي رفح ښار ته د ننوتلو لپاره ځانونه چمتو کړي

دا په داسې حال ده چې ټاکل سوې وه نن پنج شنبه له حماس غورځنګ سره د اوربند پر ټینګښت د مصر په پلازمېنه قاهره کي د خبرو بل پړاو پیل سي.
تر دې مخکي د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د اسرائیلي ځواکونو له خوا پر رفح ښار د پوځي عملیاتو پر متمرکز کولو اندېښنه ښودلې وه.
بل خوا پر همدې مهال د اردن شاهي ماڼۍ وايي، د هغه هېواد پاچا ملک عبدالله نن لوېدیځو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړ او د امریکا متحدو ایالتونو ته هم ځي چې له ولسمشر جو بایډن سره په غره کي د جګړې د ختمولو لپاره وګوري.