د اسراییل صدراعظم: د هغه حکومت د ۲۱ ورځني اوربند لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو فشار ته ځواب نه دی ویلی

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، چي د هغه حکومت د لبنان له وسله‌والي ډلي، حزب‌الله سره د اسراییل په جګړه کي د ۲۱ ورځني اوربند لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو او د هغو د متحدانو فشار ته ځواب نه دی ویلی.
د نتنیاهو له دفتره په یوه بیان کي ویل سوي، دا د امریکا او فرانسې وړاندیز دی چي صدراعظم یې لا هم ځواب نه دی ورکړی.
د بیان له مخي، صدراعظم خپل پوځ ته امر کړی چي په بشپړ ځواک سره جګړې ته دوام ورکړي.
د اسراییل پوځ په جلا خبرپاڼه کي ویلي چي د ټانکونو یوې لوا یې پرون سهار د لبنان د پولي په څوکیلومترۍ کي په غرنیو سیمو کي پوځي تمرین کړی.
په همدې حال کي د اسراییل دفاع وزیر ژمنه کړې چي پر حزب‌الله ډلي به حملي دوام کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *