د اسراییل پر یوه پوځي اډه د حزب‌الله د بې‌‌پيلوټه الوتکو په یوه پراخ برید کي څلور اسراییلي عسکر وژل سوي او لسګونه نور ټپيان سوي دي

حزب‌الله چي د لبنان پر جنوبي برخو حاکمیت لري، د لبنان په پارلمان کي څوکۍ هم لري.
د اسراییلو پوځ نن سهار وختي ویلي چي، برید د تل‌ابیب د شمال په شپېته کیلومترۍ کي د بنیامینه ښار پر یوې پوځي اډې سوی او یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل سوی دی.
د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو ملي ادارې ویلي، د حزب‌الله په دغه برید کي ۶۷ اسراییلي پوځیان ټپيان سوي چي د ۷ تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.
دا په‌‌داسي حال کي ده چي د لبنان په جنوبي برخه کي د حزب‌‌الله او اسراییلي پوځیانو مځکنۍ جګړه او پر لبنان د اسراییل هوایي بریدونه لا هم دوام لري.
بل خوا د غزې پر يوه روغتون او د مرستو پر يوه مرکز د اسراييل په تازه بریدونو کي لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *