د اسراییل پوځ د حزب‌الله د هغه جګپوړي چارواکي د وژلو خبر ورکوی چي، تمه کېده د دې ډلي راتلونکی مشر به وي

د اسراییلو پوځ وايي، هاشم صفي‌الدین چی د حزب‌الله له مخکښو دیني عالمانو څخه وو، د حس نصرالله پرځای چي په تېره سپټمبر میاشت کي ووژل سو، د رواني اکتوبر میاشتې په لومړیو کي په یوه هوايي برید کي وژل سوی دی.
د اسراییل پوځ نن سهار د لبنان پلازمېني بیروت ته نژدې یوه ودانۍ چي په وینا یې د حزب‌الله تاسیسات پکښي وه په بشپړ ډول ویجاړه کړه.
دا هوايي برید وروسته له هغه وسو چي د اسراییل پوځ په سیمه کي د دوو ودانیو د تخلیې خبرداری ورکړی وو.
تر اوسه د دې برید د مرګ‌ژوبلي راپور نه‌دی ورکړل سوی.
دا راپورونه داسي مهال ورکول سوي چي اسراییلو د لبنان پر بېلابېلو سیمو خپل عملیات زیات کړي او د دغه هیواد پر څلورم لوی ښار یې هم هوایي بریدونه پيل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *