د اسراییل پوځ :د لومړي ځل لپاره د لبنان د حزب الله ډلي یو توغندی تل ابیب ته رسیدلی دی

فرانس پرېس نن چهارشنبه د اسراییل د پوځ د یوه ویاند په حواله لیکلي، دغه توغندی د تل‌ابیب فضا ته له رسېدو سره سم د هوایي دفاع سیستم په وسیله شنډ سوی.
بل لورته د اسراییلو د پوځ یوه ویاند خبریالانو ته ویلي، تل‌ابیب ته د حزب‌الله د توغندي رسېدل، د دغه وسله‌والي ډلي له‌خوا د بریدونو د شدت څرګندونه کوي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، حزب‌الله هم پر تل‌ابیب د توغندي توغول تایید کړي دي.
بل لورته اسراییلي الوتکو تېره شپه هم په لبنان کي د حزب‌الله سنګرونه په نښه کړي دي.
د اسراییل د تېرو دوو ورځو په حملو کي د لبناني چارواکو په وینا، له ۵۶۰ ډېر کسان وژل سوي او د جنوبي سیمو زرګونه اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *