د فرانس پریس خبري اژانس په وینا د اسراییلو پوځ پر خپل ټلېګرام چينل لیکلي چي، دوی په دغو بریدونو کي د حزبالله د وسلو زېرمهتونونه په نښه کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي، دوی به تر هغو په لبنان کي خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چي د حزبالله پوځي وړتیاوي لهمنځه یوسي.
د نننیو بریدونو د مرګژوبلې راپور لا نهدی خپور سوی، خو د لبنان د عامي روغتیا وزارت ویلي چي پرون یکشنبه د اسراییلو په بریدونو کي ۱۰۵ تنه ووژل سول او ۳۵۹ نور ټپيان سول.
بل خوا د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر وايي، هغه بم چي اسرايیلو د لبنان د حزبالله د مشر حسن نصرالله د هدف ګرځولو او وژلو لپاره کارولی وو د امریکا لهخوا جوړ سوی وو.