د اسلامي امارت د مشرتابه اختريز پیغام: له ټولو غواړو، چي د افغانستان حريم، عزت او ګټو ته پام وکړي

د اسلامي امارت مشرتابه شېخ مولوي هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کي ویلي، اسلامي امارت د سیمي له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي او له ټولو اړخونو غواړي چي د افغانستان حریم، عزت او ګټو ته پام وکړي.
هغه په دې پیغام کي د شریعت د تطبیق په اړه یو ځل بیا ټینکار کړی، خو نړیوالو اعتراضونو ته یې په دې اړه د پخوا په شان توند غبرګونونه نه دي ښودلي.
د اسلامي امارت مشر په دغه پیغام کي د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیرته پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چي د پوهني وزارت د ديني او عصري زده کړو په برخه کي هڅي زیاتي کړي دي.
هغه دغه راز د افغانستان اقتصادي وضعیت ته هم په اشارې له خلکو غوښتي، چي پانګوني وکړي او د حلال رزق ګټلو لپاره لاس په کار سي.
مولوي هبت الله اخندزاده دغه راز پر فلسطین د اسراییلو روان بریدونه یو ځل بیا غندلي او پر نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو یې ږغ کړی چي د اسراییلو د ظلم مخه ونیسي.
هغه د اسلامي امارت له ټولو مسوولینو غوښتي چي خپلو کارونو ته پام وکړي، د خلکو سره ښه رویه وکړي ځکه د هر مسوول تېروتنه پر ټول نظام اغېز کوي.