د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، تېر کال په ۳۵۵ چک ډېمونو کار پیل او چاري یې بشپړي سوي دي

حمدالله فطرت ویلي، د دغو ۳۵۵ ذخیروي بندونو له ډلي ۱۳۸ یې د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ او پاته ۱۰۰ یې بیا کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت جوړ کړي دي.

فطرت زیاته کړې، دا ټول چک ډېمونه د اسلامي امارت له بودیجې تمویل سوي دي.

چک ډېمونه د سېلابي اوبو د مهار، د مځکي لاندي اوبیزو سرچېنو د پیاوړتیا، وچکالۍ د مخنیوي سربېره د کرنیزو مځکو خړوب او د چاپېریال ساتني لپاره ګټور تمامېږي.

خو په یو شمیر ولایتونو کي خلک شکایتونه کوي چي چک ډیمونه په غیر معیاري شکل جوړ سوي او ځيني یې تخریب سوي دي.